Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحج — آیت 26 (پښتو) — ویډیو

الحج • آیت نمبر 26 (ټولې 78 آيتونه) • پښتو


وَإِذْ بَوَّأْنَا لِإِبْرَاهِيمَ مَكَانَ الْبَيْتِ أَنْ لَا تُشْرِكْ بِي شَيْئًا وَطَهِّرْ بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ وَالْقَائِمِينَ وَالرُّكَّعِ السُّجُودِ 26
ترجمه:
او (یاد كړه) هغه وخت چې مونږه ابراهیم ته د بیت الله ځاى ښكاره (معین) كړ چې ته له ما سره هېڅ شى مه شریكوه، او زما كور د طواف كوونكو، او قیام كوونكو او ركوع كوونكو (او) سجده كوونكو لپاره پاك كړه الحج ۲۲:۲۶
تفسیر:
او یاد کړه -ای پېغمبره- کله چې مونږ بیان کړل ابراهیم -علیه السلام- ته د بیت الله ځای او د هغه حدود وروسته د دی نه چې هغه نا معلوم وو، او مونږ وحې وکړه هغه ته چې زما سره په عبادت کې هیڅ څيز هم مه شرېکوه، بلکې یواځې زما بندګي وکړه، او پاک کړه کور زما د حسي او معنوي پلیتیانو څخه د طواف کوونکو او لمونځ کوونکو لپاره.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحج • آیت 25 راتلونکې الحج • آیت 27