Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحج — آیت 30 (پښتو) — ویډیو

الحج • آیت نمبر 30 (ټولې 78 آيتونه) • پښتو


ذَٰلِكَ وَمَنْ يُعَظِّمْ حُرُمَاتِ اللَّهِ فَهُوَ خَيْرٌ لَهُ عِنْدَ رَبِّهِ ۗ وَأُحِلَّتْ لَكُمُ الْأَنْعَامُ إِلَّا مَا يُتْلَىٰ عَلَيْكُمْ ۖ فَاجْتَنِبُوا الرِّجْسَ مِنَ الْأَوْثَانِ وَاجْتَنِبُوا قَوْلَ الزُّورِ 30
ترجمه:
دغه (حكم بیان شو) او څوك چې د الله د حرمتونو (احكامو) تعظیم كوي، نو دغه (كار) د ده لپاره د خپل رب په نیز ډېر غوره دى۔ او تاسو لپاره څاروي حلال ګرځول شوي دي غیر له هغو نه چې په تاسو (يې حرمت) لوستل كېږي، نو تاسو ځان وساتئ له پلیتۍ نه چې بتان دي او تاسو د دروغو له وینا څخه ځان وساتئ الحج ۲۲:۳۰
تفسیر:
دغه حکمونه چې تاسې ته پرې امر شوی -د ځان حلالولو نه په ښرېلو (کلولو) د سر او په کمولو د نوکانو او په لرې کولو د ګندګۍ، او په وفا کولو په خپلو نذرونو او په طواف کولو سره په بیت الله شریف باندې- دا هغه څه دي چې الله تعالی په تاسې واجب کړي، نو تاسې احترام وکړئ د هغه څه چې په تاسې ئې واجب کړي، او څوک چې ځان وساتي د هغه څه نه چې الله تعالی ورته د هغه نه د ځان ساتلو امر کړي وي د احرام په وخت کې؛ د وجې د احترام کولو د هغه د الله تعالی پولو لره د دې ویرې نه چې هسې نه چې پکې واقع نه شي، او د هغه د محرماتو نه هسې نه چې هغه حلال وګڼي نو دا غوره دی ده لره په دنیا او اخرت کې په نیزد د خپل رب جل جلاله، او حلال شوي تاسې لره -ای خلکو- څاروي لکه اوښان او غواګانې او ګډې بزې، نو نه دي حرام شوي په تاسې باندې د دوی نه حام او نه بحېره او نه وصېله، او نه دي حرام د دې نه مګر هغه چې تاسې ئې بیامومئ په قرآن کريم کې د حراموالي د مرادارې او وینې بهېدونکې او نورو نه، نو ځان وساتئ د ګندګۍ نه چې هغه بوتان دي، او ځان وساتئ د هرې یوې وینا نه چې هغه باطله وي دروغ وي په الله تعالی او یا د هغه په مخلوقاتو باندې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحج • آیت 29 راتلونکې الحج • آیت 31