په داسې حال كې چې الله ته په اخلاص سره غاړه ایښودونكي یئ، له ده سره شریك جوړونكي نه یئ، او هر څوك چې له الله سره شریك ونیسي، نو ګویاكې هغه له اسمان نه راوغورځېده، نو مرغان يې وتښتوي، یا يې هوا (باد) له اوچت ځاى نه لرې په ژور ځاى كې وغورځوي الحج ۲۲:۳۱ ⧉
تفسیر:
ځان وساتئ له دغو ذکر شویو شیانو نه؛ واوړئ له هر دین څخه پرته له هغه دین څخه چې الله ته خوښ دی، مه کیږئ شریک جوړوونکي د هغه سره په بندګۍ کې هیچا لره، او هر هغه څوک چې شرک کوي د الله تعالی سره ګویا کې دی له اسمان څخه راغورځېدلی، نو یا خو به ئې مرغان غوښې او هډوکي وتښتوي، او یا به یې سیلۍ (باد) په لرې ځای کې وغورځوي.