Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحج — آیت 38 (پښتو) — ویډیو

الحج • آیت نمبر 38 (ټولې 78 آيتونه) • پښتو


إِنَّ اللَّهَ يُدَافِعُ عَنِ الَّذِينَ آمَنُوا ۗ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ خَوَّانٍ كَفُورٍ 38
ترجمه:
بېشكه الله له هغو كسانو نه دفاع كوي چې ایمان يې راوړى دى، بېشكه الله هر ډېر خیانت ګر، لوى ناشكره نه خوښوي الحج ۲۲:۳۸
تفسیر:
بېشکه الله تعالی له هغو کسانو څخه چې په هغه یې ایمان راوړی دفع کوي ورڅخه شر د هغوی د دښمنانو اړوي، بېشکه الله تعالی نه خوښوي هر خیانتګر په خپل امانت کې، ناشکري کوونکی د الله تعالی نعمتونو لره، نو د الله تعالی شکر نه وباسي په هغو باندې، بلکې بد یې ګڼي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحج • آیت 37 راتلونکې الحج • آیت 39