Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحج — آیت 39 (پښتو) — ویډیو

الحج • آیت نمبر 39 (ټولې 78 آيتونه) • پښتو


أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا ۚ وَإِنَّ اللَّهَ عَلَىٰ نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ 39
ترجمه:
هغو كسانو ته چې ورسره قتال كاوه شي (د قتال) اجازت وركړى شو، ځكه چې یقینًا په دوى ظلم كړى شوى دى، او بېشكه الله د دوى په مدد كولو خامخا قادر دى الحج ۲۲:۳۹
تفسیر:
اجازه ورکړې الله تعالی مومنانو ته -هغوی چې مشرکین ورسره جنګ کوي- د جنګ کولو؛ د وجې د هغه ظلم نه چې دوی ته د دوی د دښمنانو له خوا رسېدلی، او بېشکه الله تعالی د مومنانو په غالب کولو د هغوی په دښمن باندې پغېر د جنګه خامخا قدرت لرونکی دی، لېکن د هغه حکمت دا تقاضا کوي چې په مؤمنانو باندې ازمېښت وکړي د کافرانو سره په جنګ کولو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحج • آیت 38 راتلونکې الحج • آیت 40