هغه كسان چې له خپلو كورونو نه ناحقه اېستل شوي دي (بې له كوم سببه) مګر دا چې دوى به ویل: زمونږ رب الله دى، او كه چېرې د الله دفع كول نه وى خلقو لره، ځینو لره په ځینو نورو باندې (، نو) خامخا به نړول شوې وى تكيې او مدرسې او عبادتخانې او هغه جوماتونه چې په هغو كې د الله نوم ډېر یادولى شي او الله به خامخا ضرور د هغه چا مدد وكړي چې د هغه (الله) مدد كوي، بېشكه الله خامخا ډېر زورور، غالب دى الحج ۲۲:۴۰ ⧉
تفسیر:
هغه کسان چې کافرانو د خپلو کورونو څخه په ظلم باندې وېستلي، چې د هغوی هیڅ جرم نه و مګر دا چې هغوی ویلي وو: رب زمونږ الله تعالی دی، نشته دی مونږ لره پغیر له هغه نه بل رب، او که چېرې نه وی هغه چې روا کړي الله تعالی پېغمبرانو او مومنانو ته د هغوی د دښمنانو سره د جنګ نه نو خامخا هغوی به تیری کړی وی په عبادت خانو باندې، نو ورانې کړی به یې وی د راهبانو ګیرجې، او د نصرانیانو کلېساګانې، او د یهودیانو عبادتخانې، او د مسلمانانو جوماتونه کوم چې د لمانځه لپاره جوړ شوي دي، په دې کې مسلمانان الله تعالی ډیر یادوي، او خامخا مرسته به کوي الله تعالی د هغه چا سره چې د هغه د دین او د پېغمبر مرسته او مدد کوي، بېشکه الله تعالی خامخا قوي او قدرت لرونکی دی په مرستې د هغه چا چې د هغه د دین مرسته کوي، زورور دی هیڅوک پرې نشي غالب کېدلی.