Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحج — آیت 41 (پښتو) — ویډیو

الحج • آیت نمبر 41 (ټولې 78 آيتونه) • پښتو


الَّذِينَ إِنْ مَكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنْكَرِ ۗ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ 41
ترجمه:
هغه كسان دي چې كه مونږ دوى ته په ځمكه كې قدرت وركړو (نو) دوى به لمونځ قايموي او زكات به ادا كوي او د نېكۍ حكم به كوي او له بدۍ نه به منع كوي، او خاص د الله لپاره د كارونو انجام دى الحج ۲۲:۴۱
تفسیر:
دا کسان چې د مرستې وعده ورسره شوې ده دوی داسې خلک دي چې که چېرته مونږ دوی ته په زمکه کې قدرت ورکړ داسې چې دوی په خپلو دښمنانو بریالي کړو نو دوی به لمونځ په پابندۍ سره ادا کړي، او د خپلو مالونو زکاتونه به ورکړي، او په هغه څه به امر کوي چې کوم باندې یې شرعې امر کړی، او د هغه څه نه به خلک منع کوي د کوم نه چې شریعت منع فرمایلې، او خاص یواځې الله تعالی ته ورګرځېدل د ټولو کارونو دي لپاره د ورکولو د ثواب او د سزا.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحج • آیت 40 راتلونکې الحج • آیت 42