Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحج — آیت 47 (پښتو) — ویډیو

الحج • آیت نمبر 47 (ټولې 78 آيتونه) • پښتو


وَيَسْتَعْجِلُونَكَ بِالْعَذَابِ وَلَنْ يُخْلِفَ اللَّهُ وَعْدَهُ ۚ وَإِنَّ يَوْمًا عِنْدَ رَبِّكَ كَأَلْفِ سَنَةٍ مِمَّا تَعُدُّونَ 47
ترجمه:
او دوى په تا په (راوستلو د) عذاب سره تلوار كوي او الله به له سره د خپلې وعدې خلاف و نه كړي، او بېشكه یوه ورځ ستا د رب په نیز د زرو كلونو په شان ده له هغو چې تاسو يې شمېرئ الحج ۲۲:۴۷
تفسیر:
او کله چې ستا قوم په دنیا کې په بیړني او په اخرت کې په وروستني عذاب سره وویرول شول، نو دوی ستا څخه په تلوار سره د عذاب غوښتنه کوي او هیچېرې الله تعالی د دوی سره خلاف نه کوي د هغې وعدې چې د دوی سره ئې کړی ده، او په تلوار سره عذاب د دوی هغه و چې کوم په دوی باندې د بدر په ورځ راغلی و، او بېشکه یوه ورځ د عذاب په اخرت کې پشان د زرو ورځو ده د هغو نه چې تاسې یې شمېرئ د کلونو د دنیا نه د هغه عذاب په وجه چې په هغې ورځ کې دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحج • آیت 46 راتلونکې الحج • آیت 48