او ډېر كلي دي چې ما هغو ته مهلت وركړى و، حال دا چې دوى ظالمان وو، بیا ما هغه ونیول، او خاص ما ته بېرته راتله دي الحج ۲۲:۴۸ ⧉
تفسیر:
او څومره ډیر دي د کلو نه چې ما ورته مهلت ورکړی و په عذاب سره او حال دا چې دوی ظالمان وو په سبب د کفر د دوی، او ما دوی ته په تلوار سره عذاب نه دی ورکړی د مهلت د وجې نه دوی ته، بیا مې راونېول دوی په عذاب د بېخ کندۍ سره، او خاص یواځې ما ته راګرځېدل د دوی دي په ورځ د قیامت، نو زه به بدله ورکوم دوی ته په سبب د کفر کولو د دوی په همیشني عذاب سره.