Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحج — آیت 5 (پښتو) — ویډیو

الحج • آیت نمبر 5 (ټولې 78 آيتونه) • پښتو


يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنْ كُنْتُمْ فِي رَيْبٍ مِنَ الْبَعْثِ فَإِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ مِنْ نُطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ مِنْ مُضْغَةٍ مُخَلَّقَةٍ وَغَيْرِ مُخَلَّقَةٍ لِنُبَيِّنَ لَكُمْ ۚ وَنُقِرُّ فِي الْأَرْحَامِ مَا نَشَاءُ إِلَىٰ أَجَلٍ مُسَمًّى ثُمَّ نُخْرِجُكُمْ طِفْلًا ثُمَّ لِتَبْلُغُوا أَشُدَّكُمْ ۖ وَمِنْكُمْ مَنْ يُتَوَفَّىٰ وَمِنْكُمْ مَنْ يُرَدُّ إِلَىٰ أَرْذَلِ الْعُمُرِ لِكَيْلَا يَعْلَمَ مِنْ بَعْدِ عِلْمٍ شَيْئًا ۚ وَتَرَى الْأَرْضَ هَامِدَةً فَإِذَا أَنْزَلْنَا عَلَيْهَا الْمَاءَ اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ وَأَنْبَتَتْ مِنْ كُلِّ زَوْجٍ بَهِيجٍ 5
ترجمه:
اى خلقو! كه تاسو د بیا راژوندي كېدو په باره كې په شك كې یئ، نو یقینًا مونږ تاسو له خاورې نه پیدا كړې یئ، (ستاسو نیكه ادم) بیا (مو د هغه اولاده پیدا كړه) له یو څاڅكي (مني) نه، بیا له پرنې وینې نه، بیا له یوې غوښې بوټۍ نه چې تام الخلقت وي او ناقص الخلقت وي، د دې لپاره چې مونږ تاسو ته (خپل حكمت او قدرت) بیان كړو او مونږ په رحمونو كې ثابت پرېږدو هغه چې مونږ يې اراده وكړو تر معلومې نېټې پورې، بیا مونږ تاسو راوباسو (د میندو له خېټو نه) په داسې حال كې چې واړه بچي یئ، بیا (مونږ تاسو پالو) د دې لپاره چې تاسو خپل قوت او كمال ته ورسئ او په تاسو كې ځینې هغه دي چې وفات كولى شي او ځینې په تاسو كې هغه دي چې رد كولى (رسولى) شي تر ټولو ناكاره عمر پورې، د دې لپاره چې هغه له پوهېدلو نه وروسته په هېڅ شي پوه نشي او ته به ځمكه وچه شاړه وینې، نو كله چې مونږ په هغې باندې اوبه نازلې كړو (نو) څربه او نرمه شي او له هر قسمه ښكلو (نباتاتو) نه زرغون كړي الحج ۲۲:۵
تفسیر:
ای خلکو! که چېرته تاسې سره شک وي زمونږ په قدرت باندې ستاسې په بېرته راژوندي کولو باندې، نو تاسې فکر وکړئ په خپل پيدایښت کې؛ نو بېشکه مونږ ستاسې پلار آدم د خاورې نه پیداکړی و، بیا مو د هغه اولاده د هغه څاڅکي د منۍ نه پیداکړه چې سړي یې د ښځي په رحم (بچې دانې) کې اچوي، بیا دا څاڅکی د منۍ بدل شي په کلکه وېنه باندې، بیا دا کلکه وینه د غوښي په ټوټې باندې بدله شي لکه د کرپندوکي په شان، بیا د غوښې دا ټوټه بدله شي؛ یا په پوره برابر پيدایښت باندې او یا پاتي شي په رحم (بچې دانۍ) کې تر دې چې هغه ژوندی بچی راووځي، او یا بدل شي ناقص شکل ته او رحم (بچه دانه) یې وغورځوي؛ دا د دې لپاره چې بیان کړو مونږ تاسې ته زمونږ قدرت په پیداکولو ستاسې کې په پی درپی ډول، او مونږ پرېږدو په بچه دانو کې هغه چې مونږ یې وغواړو د بچو نه تر دې چې پیداشي په نېټه مقرره کې چې هغه نهه میاشتې دي، بیا مو مونږ راوباسو د خېټو د مېندو ستاسې نه واړه واړه بچي، بیا تر دې چې تاسې ورسېږئ پوره والي د قوت او عقل ته، او ځېنې ستاسې څخه هغه دي چې د دې نه مخکې مړه شي، او ځېني ستاسې نه هغه څوک دي ژوند کوي تر دې چې د زوړوالي عمر ته ورسېږي داسې چې قوت او عقل دواړه یې کمزوري شي، تر دې چې د ماشوموالي د حال نه هم ډیر بدتر شي، نه پوهېږي په هغه څه چې دی پرې مخکې پوهېده، او وینې به ته زمکې لره وچه چې هیڅ بوټي پکې نه وي، نو کله چې مونږ په دې باندې د باران اوبه راووروو نو کولاو شي ځمکه د بوټو نه، او را اوچته شي په سبب د راټوکېدلو د بوټو د هغې، او راوباسي (رازرغون کړي) د هر یو قسم د ښایسته شکل والا بوټي نه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحج • آیت 4 راتلونکې الحج • آیت 6