Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحج — آیت 6 (پښتو) — ویډیو

الحج • آیت نمبر 6 (ټولې 78 آيتونه) • پښتو


ذَٰلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ وَأَنَّهُ يُحْيِي الْمَوْتَىٰ وَأَنَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ 6
ترجمه:
دا په سبب د دې چې یقینًا هم الله حق دى او دا چې یقینًا هغه مړي ژوندي كوي او دا چې بېشكه هغه په هر شي باندې قادر دى الحج ۲۲:۶
تفسیر:
دا کوم بیان چې مونږ تاسې ته وکړ -ستاسې د پیداېښت شروع کېدل او د هغه پۍ درپۍ احوال دي، او احوال د هغه چا چې ستاسې نه پیداکېږی- دا د دې لپاره چې تاسې یقین وکړئ چې بېشکه هغه الله تعالی چې تاسې یې پیداکړي یاست هغه حق ذات دی چې هیڅ شک پکې نشته، په خلاف د هغو بوتانو چې تاسې یې بندګي کوئ، او د دې لپاره چې تاسې ایمان او یقین ولرئ چې بېشکه الله تعالی مړي ژوندي کوي، او بېشکه هغه په هر څه باندې قدرت لرونکی دی، هیڅ شی یې نشي عاجز کولی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحج • آیت 5 راتلونکې الحج • آیت 7