Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحج — آیت 51 (پښتو) — ویډیو

الحج • آیت نمبر 51 (ټولې 78 آيتونه) • پښتو


وَالَّذِينَ سَعَوْا فِي آيَاتِنَا مُعَاجِزِينَ أُولَٰئِكَ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ 51
ترجمه:
او هغه كسان چې زمونږ په ایتونو كې كوشش كوي، په داسې حال كې چې (په خپل خیال كې) عاجزه كوونكي دي، دغه كسان د دوزخ ملګري دي الحج ۲۲:۵۱
تفسیر:
او هغه کسان چې کوشش کوي په دروغجن ګنلو کې زمونږ آیتونو لره دوی دا ګومان کوي چې ګویا کې دوی به الله تعالی عاجز کړي او د هغه نه به خلاص شي نو عذاب به ور نه کړي، دوی خاوندان د اور دي داسې به په اور کې وي لکه څرنګه چې ملګری د ملګري سره یوځای وي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحج • آیت 50 راتلونکې الحج • آیت 52