Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحج — آیت 52 (پښتو) — ویډیو

الحج • آیت نمبر 52 (ټولې 78 آيتونه) • پښتو


وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ مِنْ رَسُولٍ وَلَا نَبِيٍّ إِلَّا إِذَا تَمَنَّىٰ أَلْقَى الشَّيْطَانُ فِي أُمْنِيَّتِهِ فَيَنْسَخُ اللَّهُ مَا يُلْقِي الشَّيْطَانُ ثُمَّ يُحْكِمُ اللَّهُ آيَاتِهِ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ 52
ترجمه:
او مونږ له تا نه مخكې نه دى لېږلى هېڅ يو رسول او نه نبي، مګر كله چې به هغه لوستل كول (، نو) شیطان به د هغه په لوستلو كې غورځول وكړل، نو الله هغه لرې كوي چې شیطان يې غورځوي، بیا الله خپل ایتونه مضبوطوي، او الله ښه عالم، ښه حكمت والا دى الحج ۲۲:۵۲
تفسیر:
او مونږ نه دی لېږلی مخکې ستا نه -ای پېغمبره- هیڅ یو پېغمبر او نه نبي مګر کله چې یې د الله کتاب لوستلی نو اچولي شیطان د ده په لوستلو کې هغه څه چې دا په خلکو باندې ګډوډ کړي چې ګویا کې دا هم وحې ده، نو پس باطلوي الله تعالی هغه چې اچوي یې شېطان د خپلې وسوسې او شبهو نه، او کلکوي آیتونه خپل، او بېشکه الله تعالی پوهه دی په هر شي باندې، هیڅ یو شی په هغه باندې پټ نشي پاتې کېدلی، د حکمت والا دی په خپل پېداېښت او تقدیر او تدبیر کې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحج • آیت 51 راتلونکې الحج • آیت 53