Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحج — آیت 58 (پښتو) — ویډیو

الحج • آیت نمبر 58 (ټولې 78 آيتونه) • پښتو


وَالَّذِينَ هَاجَرُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ ثُمَّ قُتِلُوا أَوْ مَاتُوا لَيَرْزُقَنَّهُمُ اللَّهُ رِزْقًا حَسَنًا ۚ وَإِنَّ اللَّهَ لَهُوَ خَيْرُ الرَّازِقِينَ 58
ترجمه:
او هغه كسان چې د الله په لاره كې يې هجرت كړى دى، بیا هغوى ووژل شي، یا (په خپل مرګ) مړه شي (نو) خامخا هرومرو به الله دوى ته ډېره ښكلې روزي وركړي، او بېشكه الله خامخا همغه تر ټولو غوره رزق وركوونكى دى الحج ۲۲:۵۸
تفسیر:
او هغه کسان چې پرېښي یې دي خپل کورونه او وطنونه لپاره د لټولو د رضا د الله تعالی او لپاره د قوي کولو د هغه دین لره، بیا د الله تعالی په لاره کې په جهاد کې مړه شوي، او یا په خپل مرګ مړه شوي خامخا په جنت کې به ورته الله تعالی ښاېسته روزي ورکوي داسې همیشنۍ روزي چې نه به پرې کېږي، او بېشکه خاص الله تعالی هغه ښه روزي ورکوونکی دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحج • آیت 57 راتلونکې الحج • آیت 59