خامخا ضرور به هغه دوى داسې ځاى ته داخل كړي چې دوى به هغه خوښوي او بېشكه الله خامخا ښه عالم، ډېر تحمل والا دى الحج ۲۲:۵۹ ⧉
تفسیر:
خامخا داخل به کړي الله تعالی دوی داسې ځای ته چې دوی به یې خوښوي او هغه جنت دی، او بېشکه الله تعالی ښه پوهه دی د هغوی په کارونو او نیتونو، صبرناک دی ځکه چې په تلوار سره ورته د هغوی په نقصان کولو باندې سزا نه ورکوي.