Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحج — آیت 60 (پښتو) — ویډیو

الحج • آیت نمبر 60 (ټولې 78 آيتونه) • پښتو


ذَٰلِكَ وَمَنْ عَاقَبَ بِمِثْلِ مَا عُوقِبَ بِهِ ثُمَّ بُغِيَ عَلَيْهِ لَيَنْصُرَنَّهُ اللَّهُ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَعَفُوٌّ غَفُورٌ 60
ترجمه:
(خبره هم) دا ده، او هغه كس چې بدل يې واخیست په مثل د هغه (ضرر) چې دى په هغه سره مُعذب شوى و، بیا (په دویم ځل) په ده ظلم وكړى شو (نو) خامخا ضرور به الله د ده مدد كوي، بېشكه الله خامخا ډېر معافي كوونكى، ډېر بخښونكى دى الحج ۲۲:۶۰
تفسیر:
دغه چې بیان شو؛ د الله په لار کې مهاجرینو لره جنت ته ننویستل، او په اجازې ورکولو سره په مقابله د زیاتي کوونکي لره په شان د هغه چې په ده یې زیاتی کړی داسې چې په دې کې په دې باندې هیڅ ګناه نشته، نو که چېرته دې زیاتي کوونکي بېرته زیاتي کولو ته راوګرځېده نو یقېنا الله تعالی مرسته کوي د مظلوم انسان، بېشکه الله تعالی عفوه کوونکی دی د مومنانو ګناهونو لره، بښنه کوونکی دی دوی ته.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحج • آیت 59 راتلونکې الحج • آیت 61