Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحج — آیت 62 (پښتو) — ویډیو

الحج • آیت نمبر 62 (ټولې 78 آيتونه) • پښتو


ذَٰلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ وَأَنَّ مَا يَدْعُونَ مِنْ دُونِهِ هُوَ الْبَاطِلُ وَأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْعَلِيُّ الْكَبِيرُ 62
ترجمه:
دغه په دې سبب چې بېشكه الله، هم دى حق دى او دا چې بېشكه هغه چې دوى يې له هغه (الله) نه غیر بولي، همغه باطل دى او دا چې بېشكه الله، هم دى ډېر اوچت، ډېر لوى دى الحج ۲۲:۶۲
تفسیر:
دغه چې بیان شو- د ننباستلو د الله تعالی نه شپه په ورځ کې، او ورځ په شپه کې- د دې وجې نه چې بېشکه الله تعالی هغه حق ذات دی، نو د هغه دین هم حق دی، او د هغه وعده هم حقه ده، او د مؤمنانو سره د هغه مرسته هم حق او یقېني ده، او هغه چې مشرکېن یې بندګي کوي پرته له الله تعالی نه د بوتانو، دا باطل دي چې هیڅ اساس نه لري، او بېشکه الله تعالی خاص هغه اوچت دی په خپلو بندګانو په اعتبار د ذات او قدرت او زور سره، لوی دی داسې چې هغه لره هر قسم تکبر لويي او عظمت دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحج • آیت 61 راتلونکې الحج • آیت 63