Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحج — آیت 63 (پښتو) — ویډیو

الحج • آیت نمبر 63 (ټولې 78 آيتونه) • پښتو


أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ أَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَتُصْبِحُ الْأَرْضُ مُخْضَرَّةً ۗ إِنَّ اللَّهَ لَطِيفٌ خَبِيرٌ 63
ترجمه:
ایا تا نه دي لیدلي چې بېشكه الله له بره نه اوبه نازلې كړې، بیا (په دغو سره) ځمكه تكه شنه ګرځي، بېشكه الله ډېر مهربان (ښه باریك بین)، ډېر خبردار دى الحج ۲۲:۶۳
تفسیر:
آیا ته نه ګورې -ای پېغمبره- چې بېشکه الله تعالی رالیږلي د بره نه اوبه د باران، پس شي ځمکه وروسته له باران څخه شنه؛ د هغو بوټو د وجې چې په دې رازرغون کړي، بېشکه الله تعالی ښه مهربان دی په خپلو بندګانو داسې چې په دوی یې باران وکړ او د دوی لپاره یې زمکه رازرغونه کړه، پوهه دی د دوی په مصلحتونو، په هغه باندې د دې نه هیڅ شی هم پټ نشي پاتي کېدلی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحج • آیت 62 راتلونکې الحج • آیت 64