Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحج — آیت 67 (پښتو) — ویډیو

الحج • آیت نمبر 67 (ټولې 78 آيتونه) • پښتو


لِكُلِّ أُمَّةٍ جَعَلْنَا مَنْسَكًا هُمْ نَاسِكُوهُ ۖ فَلَا يُنَازِعُنَّكَ فِي الْأَمْرِ ۚ وَادْعُ إِلَىٰ رَبِّكَ ۖ إِنَّكَ لَعَلَىٰ هُدًى مُسْتَقِيمٍ 67
ترجمه:
د هر یو امت لپاره مونږ د بندګۍ یوه لاره مقرر كړې ده چې دوى په هغې عمل كوونكي دي، نو دوى دې له تا سره په دې كار (د دین) كې له سره جګړه ونه كړي او ته خپل رب ته (د خلقو) بلنه كوه، بېشكه ته خامخا په نېغ (او برابر) هدایت باندې يې الحج ۲۲:۶۷
تفسیر:
د هر یو امت لپاره مونږ مقرر کړې کړنلاره د بندګۍ، نو دوی په خپله طرېقه باندې بندګي کوي، نو جګړه دې ونه کړي -ای پېغمبره- ستا سره مشرکین او د نورو دینونو والا ستا په طرېقه د بندګۍ کې، نو بېشکه ته ډیر حقدار یې په حق باندې د دوی نه؛ ځکه چې دوی باطل پرست دي، او ته راوبله خلک د توحید خالص کولو ته یوازې الله تعالی لره، بېشکه ته په سمه لاره باندې یې، چې هیڅ کوږوالی پکې نشته.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحج • آیت 66 راتلونکې الحج • آیت 68