Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحج — آیت 66 (پښتو) — ویډیو

الحج • آیت نمبر 66 (ټولې 78 آيتونه) • پښتو


وَهُوَ الَّذِي أَحْيَاكُمْ ثُمَّ يُمِيتُكُمْ ثُمَّ يُحْيِيكُمْ ۗ إِنَّ الْإِنْسَانَ لَكَفُورٌ 66
ترجمه:
او دغه (الله) همغه ذات دى چې تاسو يې ژوندي كړي یئ، بیا به هغه تاسو مړه كاندي، بیا به هغه تاسو ژوندي كړي، بېشكه انسان خامخا ډېر ناشكره دى الحج ۲۲:۶۶
تفسیر:
او الله تعالی هغه ذات دی چې تاسې یې راژوندي کړي یاست وروسته لدې نه چې تاسې نه وئ، بیا به مو مړه کوي کله مو چې عمرونه ختم شي، بیا به مو بېرته راژوندي کوي وروسته دمړه کولو ستاسو نه د دې لپاره چې ستاسې په عملونو درسره حساب کتاب وکړي، او په هغه درله بدلې درکړي، بېشکه انسان خامخا ډیر ناشکره دی د الله تعالی نعمتونو لره -سره لدې نه چې هغه ښکاره دي- داسې چې د هغه سره د بل چا بندګي هم کوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحج • آیت 65 راتلونکې الحج • آیت 67