اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو ركوع كوئ او سجده كوئ او د خپل رب عبادت كوئ او نېكي كوئ، د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ الحج ۲۲:۷۷ ⧉
تفسیر:
اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، په خپلو لمنځونو کې يوازې الله لره رکوع او سجده کوئ او له صدقې، خپلوۍ پالنې او داسې نورو څخه ښېګڼه کوئ په دې هيله چې موخې ته به رسېږئ او له هغه څه به ژغورل کېږئ چې وېره ترې لرئ.