Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحج — آیت 78 (پښتو) — ویډیو

الحج • آیت نمبر 78 (ټولې 78 آيتونه) • پښتو


وَجَاهِدُوا فِي اللَّهِ حَقَّ جِهَادِهِ ۚ هُوَ اجْتَبَاكُمْ وَمَا جَعَلَ عَلَيْكُمْ فِي الدِّينِ مِنْ حَرَجٍ ۚ مِلَّةَ أَبِيكُمْ إِبْرَاهِيمَ ۚ هُوَ سَمَّاكُمُ الْمُسْلِمِينَ مِنْ قَبْلُ وَفِي هَٰذَا لِيَكُونَ الرَّسُولُ شَهِيدًا عَلَيْكُمْ وَتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ ۚ فَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَاعْتَصِمُوا بِاللَّهِ هُوَ مَوْلَاكُمْ ۖ فَنِعْمَ الْمَوْلَىٰ وَنِعْمَ النَّصِيرُ 78
ترجمه:
او په (لاره د) الله كې كوشش كوئ، څنګه چې د هغه د كوشش حق دى، هغه تاسو غوره كړي یئ او په تاسو باندې يې په دین كې هېڅ حرج (مشقت) نه دى ایښى، تاسو د خپل پلار ابراهیم د ملت تابع شئ، دغه (الله) تاسو مسلمانان نومولي يئ، له دې (قرآن) نه مخكې او په ده كې، د دې لپاره چې رسول پر تاسو باندې ګواه شي او تاسو په خلقو باندې ګواهان شئ، نو تاسو لمونځ قايموئ او زكات ادا كوئ او په (دين د) الله باندې منګولې ټېنګې كلكې كړئ، هغه ستاسو مالك دى، نو هغه ښه مالك دى او ښه مدد كوونكى دى الحج ۲۲:۷۸
تفسیر:
او جهاد کوئ په لاره د الله تعالی کې خاص د هغه د رضا لپاره، هغه تاسې غوره کړي یاست او ستاسې دین یې آسان ګرځولی چې هیڅ تنګستیا او سختي پکې نشته، دا د نرمۍ دین ستاسې د پلار ابراهیم -علیه السلام- دین دی، او بېشکه الله تعالی نومولوي یاستئ تاسې مسلمانان په پخوانیو کتابونو کې او په قرآن کرېم کې هم؛ لپاره د دې چې شي پېغمبر ګواهي ورکوونکی په تاسې چې بېشکه تاسې ته یې دررسولی و هغه دین چې هغه ته یې په رسولو امر شوی و، او د دې لپاره چې شئ تاسې ګواهي ورکوونکي په پخوانیو امتونو باندې چې د هغوی پېغمبرانو هغوی ته د الله تعالی دین رسولی و، نو تاسې په دې باندې د الله تعالی شکر ادا کړئ په ادا کولو د لمانځه په پوره توګه سره، او ورکړئ تاسې زکات د مالونو ستاسې، او الله تعالی ته وروګرځئ، او په خپلو کارونو کې په هغه باندې بروسه وکړئ، نو هغه پاک ذات ښه دوست دی د هغه چا چې دوستي ورسره وکړي د مومنانو نه، او ښه مددګار دی د هغه چا چې مدد ترې وغواړي، نو د هغه سره دوستي وکړئ هغه به ستاسې سره دوستي وکړي، او د هغه نه مدد وغواړئ نو مدد به مو وکړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحج • آیت 77 راتلونکې المؤمنون • آیت 1