ایا نو تاسو ګمان كوئ چې بېشكه مونږ تاسو بس عبث پیدا كړي یئ او دا چې بېشكه تاسو به مونږ ته نه راوستل كېږئ المؤمنون ۲۳:۱۱۵ ⧉
تفسیر:
نو آيا ای خلکو! تاسو دا ګومان کوئ چې موږ پرته له حکمته تاسو هسې چټي پيداکړي ياست، د څارويو غوندې نه ثواب او سزا شتون لري، او نه به د قيامت په ورځ د حساب او بدلې لپاره زموږ خواته راګرځول کېږئ؟!.