نو ډېر اوچت دى الله چې حق بادشاه دى، نشته دى هېڅ حق معبود مګر هغه دى، د عزتناك عرش رب دى المؤمنون ۲۳:۱۱۶ ⧉
تفسیر:
نو الله پاک دی، پاچا دی او څه ډول چې وغواړي په خپل مخلوق کې تصرف کوونکی دی، همغه حق دی، ژمنه يې حق ده، وينا يې حق ده، له هغه پرته بل په حقه لمانځلی نشته، د هغه عزتمن عرش څښتن دی چې تر ټولو مخلوقاتو لوی دی او څوک چې تر ټولو د لوی مخلوق پالونکی وي هغه د ټولو پالونکی هم وي.