او هغه څوك چې له الله سره بل داسې اله بلي چې له هغه سره په دې باندې هېڅ دلیل نشته، نو بېشكه همدا خبره ده چې د ده حساب د ده د رب په نیز دى، بېشكه شان دا دى چې كافران برى نه مومي المؤمنون ۲۳:۱۱۷ ⧉
تفسیر:
څوک چې له الله سره بل معبود رابولي چې د عبادت پر وړتيا يې کوم دليل هم ورسره نه وي ( او له الله پرته د بل هر معبود همدغه حال دی)؛ نو د هغه د بد عمل بدله به د هغه له پالونکي سره وي، همغه ذات به د سزا بدله ورکړي، بېشکه کافران نه بريالي کيږي د هغه څه په ترلاسه کولو سره چې غواړي يې او نه له هغه څه څخه په ژغورنه چې ترې وېرېږي.