Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المؤمنون — آیت 18 (پښتو) — ویډیو

المؤمنون • آیت نمبر 18 (ټولې 118 آيتونه) • پښتو


وَأَنْزَلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً بِقَدَرٍ فَأَسْكَنَّاهُ فِي الْأَرْضِ ۖ وَإِنَّا عَلَىٰ ذَهَابٍ بِهِ لَقَادِرُونَ 18
ترجمه:
او مونږ له بره نه په اندازې سره اوبه نازلې كړې، بیا مو هغه په ځمكه كې وساتلې او بېشكه مونږ د هغې په بېولو یقینًا قادر یو المؤمنون ۲۳:۱۸
تفسیر:
او له آسمانه مو د باران اوبه د اړتيا په اندازه نازلې کړې دي، نه زياتې دي چې ورانکاری وکړي او نه کمې دي چې بسنه ونه کړي، په زمکه کې مو داسې ځای پرځای کړې دي چې خلک او څاروي ګټه ترې اخلي او موږ د دې توان لرو چې له منځه يې يوسو او تاسو ګټه ترې وا نخلئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المؤمنون • آیت 17 راتلونکې المؤمنون • آیت 19