نو مونږ په دې (اوبو) سره تاسو لپاره د كجورو او انګورو باغونه پیدا كړي دي، چې تاسو ته په هغو (باغونو) كې ډېرې مېوې دي او له هم دغو (باغونو) نه تاسو خوراك كوئ المؤمنون ۲۳:۱۹ ⧉
تفسیر:
نو پر دغو اوبو مو تاسوته د خرماوو او انګورو باغونه را شنه کړل، په هغو کې د بېلابېلو شکلونو او رنګونو مېوې دي لکه انځر، انار او مڼې چې له هغو يې تاسو خورئ.