مونږ هېڅ یو نفس نه مكلف كوو مګر د هغه له طاقت سره سم او زمونږ سره كتاب دى چې حق بیانوي او په دوى به هېڅ ظلم ونه كړى شي المؤمنون ۲۳:۶۲ ⧉
تفسیر:
او موږ هيڅوک نه مکلفوو مګر څومره عمل چې ترسره کولی شي، او له موږ سره يو داسې کتاب دی چې د هر عمل کوونکي عمل مو پکې ثابت کړی دی، د هغه حق په اړه خبرې کوي چې شک پکې نشته او له هغوی سره به يې د نيکيو په کمولو او بديو په زياتولو سره ظلم ونه شي.