بلكې د دوى (كفارو) زړونه له دې (قرآن) نه په غفلت كې دي او د دوى لپاره له دې (شرك) نه علاوه نور (ناكاره) عملونه دي، چې دوى هغه كوونكي دي المؤمنون ۲۳:۶۳ ⧉
تفسیر:
بلکې د کافرانو زړونه له هغه کتاب څخه په غفلت کې دي کوم چې په حق خبره کوي او له هغه کتابه چې پر هغوی نازل شوی دی او هغوی لره له کفر پرته نور اعمال هم شته چې کوونکي يې دي.