Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المؤمنون — آیت 91 (پښتو) — ویډیو

المؤمنون • آیت نمبر 91 (ټولې 118 آيتونه) • پښتو


مَا اتَّخَذَ اللَّهُ مِنْ وَلَدٍ وَمَا كَانَ مَعَهُ مِنْ إِلَٰهٍ ۚ إِذًا لَذَهَبَ كُلُّ إِلَٰهٍ بِمَا خَلَقَ وَلَعَلَا بَعْضُهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ ۚ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يَصِفُونَ 91
ترجمه:
الله (د ځان لپاره) هېڅ اولاد نیولى نه دى او نه له هغه سره بل هېڅ معبود شته (او كه ورسره وى نو) په دغه وخت كې به خامخا هر اله بېولي وو هغه څه چې پیدا كړي يې وو، او خامخا د دوى ځینو به په ځینو نورو باندې غلبه كوله، پاك دى الله له هغو خبرو نه چې دوى يې بیانوي المؤمنون ۲۳:۹۱
تفسیر:
الله څوک زوی نه دی نيولی لکه څنګه چې کفارګومان کوي او نه له هغه سره په حقه بل معبود شته، که داسې وی چې له هغه سره په حقه بل معبود وی، هرومرو به هر معبود له مخلوق څخه له خپلې هغې برخې سره تللی و چې پيداکړې يې ده او يو پر بل به برلاسي شوي وی؛ د نړۍ نظام به فاسد شوی وی، خو حقيقت دا دی چې له دې څخه هيڅ هم نه دي واقع شوي؛ نو دا پر دې دلالت کوي چې پر حقه معبود یو دی او هغه يوازې الله دی، پاک او سپېڅلی دی له هغه څه څخه چې مشرکان يې ورته بيانوي او د زوی او شريک وړ نه دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المؤمنون • آیت 90 راتلونکې المؤمنون • آیت 92