چې په غیبو او ښكاره و عالم دى، نو ډېر اوچت دى هغه له هغو څیزونو نه چې دوى يې ورسره شریكوي المؤمنون ۲۳:۹۲ ⧉
تفسیر:
پر هر هغه څه پوه دی چې له مخلوق پټ دي او پر هر هغه څه هم پوه دی چې ليدل کيږي او په حواسو درک کيږي، پر هغه له دغو شيانو هيڅ هم پټ نه دي؛ نو هغه پاک ذات لوړ دی له دې چې هغه لره دې کوم شريک وي.