او كه پر تاسو باندې د الله فضل او د هغه رحمت نه وى او دا چې بېشكه الله ډېر توبه قبلوونكى، ښه حكمت والا دى (نو تاسو به په دنیا كې معذب شوي وى) النور ۲۴:۱۰ ⧉
تفسیر:
ای خلکو! که چېرې پر تاسو دالله فضل او د هغه رحمت نه وی او دا چې هغه له خپلو بندګانو د هغه چا ډېر توبه قبلوونکی دی چې توبه وباسي، په خپل تدبير او شريعت کې د حکمت څښتن دی، هرومرو به يې ستاسو پرګناهونو تاسو ته په سزا درکولو کې بيړه کړې وی او پر هغو به يې رسوا کړي وئ.