Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النور — آیت 11 (پښتو) — ویډیو

النور • آیت نمبر 11 (ټولې 64 آيتونه) • پښتو


إِنَّ الَّذِينَ جَاءُوا بِالْإِفْكِ عُصْبَةٌ مِنْكُمْ ۚ لَا تَحْسَبُوهُ شَرًّا لَكُمْ ۖ بَلْ هُوَ خَيْرٌ لَكُمْ ۚ لِكُلِّ امْرِئٍ مِنْهُمْ مَا اكْتَسَبَ مِنَ الْإِثْمِ ۚ وَالَّذِي تَوَلَّىٰ كِبْرَهُ مِنْهُمْ لَهُ عَذَابٌ عَظِيمٌ 11
ترجمه:
بېشكه هغه كسان چې غټ دروغ يې راوړي دي، له هم تاسو نه یوه ډله ده، په دې (دروغو) د ځان لپاره د شر ګمان مه كوئ بلكې دا تاسو لپاره خیر دى، په دغو (بهتان ویونكو) كې د هر یو سړي لپاره هغه شى دى چې هغه ګټلى دى له ګناه نه او هغه كس چې د دغو (دروغو) لوى بار يې پورته كړى دى په دوى كې د ده لپاره ډېر لوى عذاب دى النور ۲۴:۱۱
تفسیر:
بېشکه هغه کسان چې تور يې لګولی(چې د مومنانو پر مور عائشه رضی الله عنها د زنا تور دی) هغه يوه داسې ډله ده ای مومنانو چې تاسو ته يې نسبت کيږي! دا ګومان مه کوئ چې د هغوی تور ستاسو لپاره شر دی بلکې په هغو کې ستاسو لپاره خير دی ځکه په هغو کې ثواب، د مومنانو لپاره ښه پلټنه او د مومنانو د مور برائت دی، هر چا چې پر هغې د زنا په تور کې ګډون کړی هغه لره د کړې ګناه سزا ده پر دغه لوی بهتان د تکلم له امله، چا چې د دغه تور لويه برخه پر غاړه اخېستې پر دې د پيل له امله هغه لره لوی عذاب دی، چې له دې څخه موخه د منافقانو سردار عبدالله بن ابی ابن سلول دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النور • آیت 10 راتلونکې النور • آیت 12