سوره الفتح (فتح) (آیت 4)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




48 الفتح(الفتح)، آیت ۴

هُوَ الَّذِي أَنْزَلَ السَّكِينَةَ فِي قُلُوبِ الْمُؤْمِنِينَ لِيَزْدَادُوا إِيمَانًا مَعَ إِيمَانِهِمْ ۗ وَلِلَّهِ جُنُودُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ وَكَانَ اللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا 4 ٤

دغه (الله) هغه ذات دى چې د مومنانو په زړونو كې يې سكون (اطمینان) نازل كړ، د دې لپاره چې دوى د خپل (مخكیني) ایمان سره د ایمان په لحاظ نور ورزیات شي۔ او خاص الله لره د اسمانونو او ځمكې لښكرې دي او الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى (۴)

تفسیر
الله همغه ذات دی چې ثبات او ډاډ يې د مؤمنانو په زړونو کې وراچولی ترڅو ايمان ته یې ايمان ور زيات کړي، او يوازې الله لره د آسمانونو او ځمکې لښکرې دي، له بندګانو چې چاته وغواړي مرسته يې پرې کوي، او الله د خپلو بندګانو پر مصلحتونو ښه پوه دی او کومه مرسته او تاييد چې کوي په هغو کې ښه حکمت والا دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ