دغه (الله) هغه ذات دى چې د مومنانو په زړونو كې يې سكون (اطمینان) نازل كړ، د دې لپاره چې دوى د خپل (مخكیني) ایمان سره د ایمان په لحاظ نور ورزیات شي۔ او خاص الله لره د اسمانونو او ځمكې لښكرې دي او الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى الفتح ۴۸:۴ ⧉
تفسیر:
الله همغه ذات دی چې ثبات او ډاډ يې د مؤمنانو په زړونو کې وراچولی ترڅو ايمان ته یې ايمان ور زيات کړي، او يوازې الله لره د آسمانونو او ځمکې لښکرې دي، له بندګانو چې چاته وغواړي مرسته يې پرې کوي، او الله د خپلو بندګانو پر مصلحتونو ښه پوه دی او کومه مرسته او تاييد چې کوي په هغو کې ښه حکمت والا دی.