كله چې تاسو دا (بهتان) په خپلو ژبو سره اخيسته او تاسو به په خپلو خولو سره هغه خبرې كولې چې تاسو ته د هغې هېڅ علم نه و او تاسو به دا خبره اسانه ګڼله، حال دا چې هغه د الله په نیز ډېره لویه وه النور ۲۴:۱۵ ⧉
تفسیر:
کله چې مو ځينې له ځينو روايت کوي او هغه درواغ سره بطلان يې په خپلو خولو له يو بل څخه نقلوئ، چې تاسو لره پر هغه څه پوهه هم نشته او دا ګومان کوئ چې دا آسانه کار دی، حال دا چې هغه د الله پر وړاندې لوی کار دی ځکه په هغو کې درواغ او پر بېګناه تورلګول دي.