او كه چېرې پر تاسو باندې د الله فضل او د هغه رحمت نه وى په دنیا او اخرت كې (، نو) خامخا به تاسو ته د هغو (دروغو) په سبب چې تاسو په هغه كې غوپه شوي وئ؛ ډېر لوى عذاب دررسېدلى و النور ۲۴:۱۴ ⧉
تفسیر:
ای مومنانو! که پرتاسو د الله فضل او رحمت نه وی چې تاسو ته په سزا درکولو کې يې بيړه ونه کړه، چاچې له تاسو توبه واېستله د هغه توبه يې قبوله کړه؛ نو هرومرو به د هغو درواغو او د مومنانو پر مور د تورلګولو له امله چې پکې لوېدلي وئ تاسو ته لوی عذاب در رسېدلی وی.