نو كه تاسو په دې (كورونو) كې څوك ونه مومئ، نو تاسو هغو ته مه ننوځئ، تر دې چې تاسو ته اجازت دركړى شي او كه تاسو ته وویل شي چې بېرته وګرځئ، نو تاسو بېرته وګرځئ، دا تاسو لپاره ډېر پاكیزه دي او الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ؛ ښه عالم دى النور ۲۴:۲۸ ⧉
تفسیر:
که چېرې مو په دغو کورونو کې هيڅوک و نه موندل؛ نو تر هغه مه ورننوځئ تر څو د هغه چا لخوا اجازه نه وي درکړل شوې چې د اجازې واک لري، که چېرې يې څښتنانو درته وويل: وګرځئ؛ نو را وګرځئ او مه ننوځئ، بېشکه دغه ستاسو لپاره د الله پر وړاندې ډېره پاکيزه لار ده، الله پر هغه څه ښه پوه دی چې تاسو يې کوئ، له هغه ستاسو له اعمالو هيڅ هم پټ نه دي، ژر دی چې تاسو ته به پرې جزا درکړي.