پر تاسو باندې هېڅ ګناه نشته چې تاسو داسې كورونو ته داخل شئ چې د اوسېدنې نه دي (او) په هغو كې ستاسو څه سامان (منفعت) وي او الله پوهېږي په هغه څه چې تاسو يې څرګندوئ او هغه چې تاسو يې پټوئ النور ۲۴:۲۹ ⧉
تفسیر:
پر تاسو کومه ګناه نشته چې پرته له اجازې داسې عامه خونو ته ننوځئ، چې پر هيچا پورې اړه ونه لري، د عامه ګټو لپاره چمتو شوې وي، لکه کتاب خونې، په بازارونو کې دوکانونه، الله ستاسو پر هغواعمالو او حالاتو ښه پوه دی چې تاسو يې ښکاروئ او يا يې پټوئ، له هغه څخه هيڅ هم پټ نه دي او ژر به جزا پرې درکړي.