Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النور — آیت 37 (پښتو) — ویډیو

النور • آیت نمبر 37 (ټولې 64 آيتونه) • پښتو


رِجَالٌ لَا تُلْهِيهِمْ تِجَارَةٌ وَلَا بَيْعٌ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ وَإِقَامِ الصَّلَاةِ وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ ۙ يَخَافُونَ يَوْمًا تَتَقَلَّبُ فِيهِ الْقُلُوبُ وَالْأَبْصَارُ 37
ترجمه:
(داسې) سړي چې د الله له ذكر او لمونځ قايمولو او د زكات اداكولو نه يې نه تجارت غافله كوي او نه اخيستل خرڅول، دوى له هغې ورځې نه وېرېږي چې په هغې كې به زړونه او سترګې اوړي راوړي النور ۲۴:۳۷
تفسیر:
داسې نارينه دي چې اخیستل او پلورل يې د الله پاک له ياده، په بشپړه توګه له لمانځه اداکولو او وړ خلکو ته له زکات ورکولو څخه نه غافلوي، هغوی د قيامت له هغې ورځې څخه ډاريږي چې په دغه ورځ به زړونه له سزا د خونديتوب د هيلې او له هغه څخه د وېرې تر منځ اوړي را اوړي، او سترګې به هم هر اړخ ته اوړي را اوړي چې کوم طرف ته به لیږل کیږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النور • آیت 36 راتلونکې النور • آیت 38