Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النور — آیت 38 (پښتو) — ویډیو

النور • آیت نمبر 38 (ټولې 64 آيتونه) • پښتو


لِيَجْزِيَهُمُ اللَّهُ أَحْسَنَ مَا عَمِلُوا وَيَزِيدَهُمْ مِنْ فَضْلِهِ ۗ وَاللَّهُ يَرْزُقُ مَنْ يَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ 38
ترجمه:
د دې لپاره چې الله دوى ته بدله وركړي ډېره ښكلې بدله د هغو عملونو چې دوى كړي دي او دوى ته له خپل فضله اضافه وكړي او الله چا ته چې وغواړي، بې له حسابه رزق وركوي النور ۲۴:۳۸
تفسیر:
دغه عمل ځکه کوي تر څو الله هغوی ته يې د عمل غوره بدله ورکړي، له خپل فضله لا زياته بدله ورکړي، الله چې چاته وغواړي پرته له حسابه د هغو د اعمالو په اندازه روزي ورکوي، بلکې د هغو د اعمالو څو برابره يې ورکوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النور • آیت 37 راتلونکې النور • آیت 39