Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النور — آیت 39 (پښتو) — ویډیو

النور • آیت نمبر 39 (ټولې 64 آيتونه) • پښتو


وَالَّذِينَ كَفَرُوا أَعْمَالُهُمْ كَسَرَابٍ بِقِيعَةٍ يَحْسَبُهُ الظَّمْآنُ مَاءً حَتَّىٰ إِذَا جَاءَهُ لَمْ يَجِدْهُ شَيْئًا وَوَجَدَ اللَّهَ عِنْدَهُ فَوَفَّاهُ حِسَابَهُ ۗ وَاللَّهُ سَرِيعُ الْحِسَابِ 39
ترجمه:
او هغه كسان چې كافران شوي دي، د هغوى عملونه د سراب (شګې ګل) په شان دي چې په هوار ډاګ كې دي، تږى په هغه باندې د اوبو ګمان كوي، تر دې چې كله ده ته راشي، نو دغه هېڅ شى ونه مومي او په خپلې خوا كې الله ومومي، نو هغه به ده ته د ده حساب پوره وركړي، او الله ډېر ژر حساب والا دى النور ۲۴:۳۹
تفسیر:
او هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی، د هغوی هغه اعمالو لره چې کړي يې دي هيڅ ثواب نشته، د ځمکې په ژوره برخه کې د هغه رېګ غوندې دي چې تږي ته ښکاري او هغه د اوبو ګومان پرې کوي؛ نو ورځي، کله چې ورشي او ورته ودريږي هيڅ اوبه نه مومي، همدارنګه کافر دا ګومان کوي چې د هغه عمل به ګټه ورته ورسوي، خو کله چې مړ شي او راپورته کړل شي، هيڅ ثواب به ونه مومي، خپل پالونکی به خپلې لورې ته ومومي چې د هغه د عمل بشپړ حساب به ورکړي او الله ژر حساب اخېستونکی دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النور • آیت 38 راتلونکې النور • آیت 40