یا (د دوى عملونه) د هغو تیارو په شان دي چې په ژور سمندر كې دي، چې دغه (سمندر) یو موج (چپې) پټ كړى وي، د هغه له پاسه بل موج (چپه) وي (بیا) د هغه له پاسه ورېځ وي، تیاري دي چې د دوى ځینې د ځینو نورو له پاسه دي، كله چې دى خپل لاس راوباسي (، نو) نژدې نه دي چې دغه وویني او هر هغه څوك چې الله ده ته رڼا ورنه كړي، نو د هغه لپاره هېڅ رڼا نشته النور ۲۴:۴۰ ⧉
تفسیر:
او يا د هغوی اعمال په ژور درياب کې دهغو تيارو غوندې دي چې پر سر يې څپه وي، د دغې څپې پر سر بله څپه وي، د هغې د پاسه داسې ورېځ وي چې لار ښودونکي ستوري يې پټ کړي وي، د يو او بل د پاسه پرله پسې تيارې وي، څوک چې په دغو تيارو کې نښتی وي هغه چې کله لاس را وباسي، نږدې نه ده چې د سختې تيارې له امله يې وويني، همدارنګه وي کافر، چې پر هغه د ناپوهۍ، شک، حيرانتيا او پر زړه يې د مهر لګېدو له امله پرله پسې تيارې راغلې وي، او چاته چې الله له لارورکۍ لارښوونه او دهغه پر کتاب پوهه ور په برخه نه کړي؛ نو هغه لره هيڅ لارښوونه نشته چې لار پرې پيدا کړای شي او نه کوم کتاب شته چې رڼا ترې واخستی شي.