ایا ته نه وینې چې بېشكه الله چې دى، د هغه لپاره پاكي بیانوي هغه څوك چې په اسمانونو او ځمكه كې دي۔ او مرغان هم (تسبیح وايي)، په داسې حال كې چې د خپلو وزرو خواره كوونكي وي، هر یو (چې دى) یقینًا هغه (الله) د هغه په لمونځ او د هغه په تسبیح عالم دى، او الله ښه عالم دى په هغو كارونو چې دوى يې كوي النور ۲۴:۴۱ ⧉
تفسیر:
ای رسوله! آيا ته نه پوهېږې څه چې په آسمانونو کې دي او څه مخلوقات چې په ځمکه کې دي د الله پاکي بيانوي، هغه لره په هوا کې مرغان غوړېدلي وزرونه پاکي بيانوي، د دغو ټولو مخلوقاتو څخه پر هر يوه الله پوه دی چې څوک يې لمونځ کوي لکه انسان، څوک هغه لره پاکي بيانوي لکه مرغان، او الله پر هغه څه ښه پوه دی چې هغوی يې کوي، د هغوی له کړنو هيڅ هم ترې پټ نه دي.