Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النور — آیت 45 (پښتو) — ویډیو

النور • آیت نمبر 45 (ټولې 64 آيتونه) • پښتو


وَاللَّهُ خَلَقَ كُلَّ دَابَّةٍ مِنْ مَاءٍ ۖ فَمِنْهُمْ مَنْ يَمْشِي عَلَىٰ بَطْنِهِ وَمِنْهُمْ مَنْ يَمْشِي عَلَىٰ رِجْلَيْنِ وَمِنْهُمْ مَنْ يَمْشِي عَلَىٰ أَرْبَعٍ ۚ يَخْلُقُ اللَّهُ مَا يَشَاءُ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ 45
ترجمه:
او په ځمكه ګرځېدونكى هر حیوان الله له اوبو څخه پیدا كړى دى، نو په دوى كې ځینې هغه دي چې په خپلې خېټې تګ كوي او په دوى كې ځېنې هغه دي چې په دوه پښو تګ كوي او په دوى كې ځینې هغه دي چې په څلورو ګرځي، الله چې څه وغواړي پیدا كوي يې، بېشكه الله په هر شي باندې ښه قادر دى النور ۲۴:۴۵
تفسیر:
او الله هر ژوندی چې د ځمکې پر مخ درومي له نطفې پيداکړی؛ نو ځينې يې پر ګېډو ځي لکه ماران، ځينې يې په دوو پښو تګ کوي لکه انسان او مرغه او ځينې يې په څلورو ځي لکه څاروي، الله چې وغواړي هغه څه پيداکوي چې ياد شول او هغه څه هم چې نه دي ياد شوي، پرته له شکه الله پر هرڅه قادر دی هيڅ شی یې نشي بې وسه کولای.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النور • آیت 44 راتلونکې النور • آیت 46