الله شپه او ورځ اړوي را اړوي بېشكه په دغو كې د سترګو خاوندانو ته لوى عبرت دى النور ۲۴:۴۴ ⧉
تفسیر:
الله شپه او ورځ په يو او بل پسې اوږدې او لنډې بيايي او راولي، بېشکه په دغه ياد شويو آيتونو کې د الله پر ربوبيت دلايل دي، دالله پر قدرت او يووالي د سترګورو لپاره پند دی.