Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النور — آیت 43 (پښتو) — ویډیو

النور • آیت نمبر 43 (ټولې 64 آيتونه) • پښتو


أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يُزْجِي سَحَابًا ثُمَّ يُؤَلِّفُ بَيْنَهُ ثُمَّ يَجْعَلُهُ رُكَامًا فَتَرَى الْوَدْقَ يَخْرُجُ مِنْ خِلَالِهِ وَيُنَزِّلُ مِنَ السَّمَاءِ مِنْ جِبَالٍ فِيهَا مِنْ بَرَدٍ فَيُصِيبُ بِهِ مَنْ يَشَاءُ وَيَصْرِفُهُ عَنْ مَنْ يَشَاءُ ۖ يَكَادُ سَنَا بَرْقِهِ يَذْهَبُ بِالْأَبْصَارِ 43
ترجمه:
ایا تا نه دي كتلي چې بېشكه الله وریځې روانوي، بیا هغه په خپل منیځ كې یو ځاى كوي، بیا هغه لاندې باندې قط په قط كوي، بیا ته باران وینې چې د دې له مینځه راوځي او د اسمان له جانبه (د ورېځو) غرونه راكوزوي چې په هغو كې ځینې ږلۍ وي، نو هغه رسوي هغه چا ته چې يې وغواړي او اړوي يې له هغه چا نه چې يې وغواړي، نژدې وي چې د هغو د برېښنا پړق (چمك) نظرونه ختم كړي النور ۲۴:۴۳
تفسیر:
ای رسوله! آيا ته نه پوهېږې، چې الله ورېځ روانوي، بيا يې ځينې برخې له ځينو سره يوځای کوي، بيا يې پاس له پاسه ټينګوي؛ نو وينې چې باران د ورېځ له مينځه راوځي، د آسمان له لوري له داسې ټينګې ورېځې څخه راوځې چې په لوی والي کې له اوبو څخه د شګو غوندې جامدو ټوټو څخه جوړ شويو غرونو سره ورته والی لري؛ نو له خپلو بندګانو چې چاته وغواړي ور روسوي يې، اوچاته چې وغواړي ترې ګرځوي يې، نېږدې ده چې د ورېځې برېښنا يې له سختې رڼا سترګې يوسي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النور • آیت 42 راتلونکې النور • آیت 44