مګر هغه كسان چې له دې نه بعد توبه وباسي او (د ځان) اصلاح وكړي، نو بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى النور ۲۴:۵ ⧉
تفسیر:
مګر هغه کسان چې له دغه کار وروسته الله ته توبه وباسي او خپل اعمال سم کړي؛ نو بېشکه الله د هغوی توبه او شاهدي قبلوي، پرته له شکه الله له خپلو بندګانو د هغه چا بخښونکی دی چې توبه وباسي او پرې مهربانه دی.