Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النور — آیت 4 (پښتو) — ویډیو

النور • آیت نمبر 4 (ټولې 64 آيتونه) • پښتو


وَالَّذِينَ يَرْمُونَ الْمُحْصَنَاتِ ثُمَّ لَمْ يَأْتُوا بِأَرْبَعَةِ شُهَدَاءَ فَاجْلِدُوهُمْ ثَمَانِينَ جَلْدَةً وَلَا تَقْبَلُوا لَهُمْ شَهَادَةً أَبَدًا ۚ وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ 4
ترجمه:
او هغه كسان چې په پاكدامنو ښځو تهمت لګوي، بیا څلور ګواهان رانه ولي، نو تاسو دوى اتیا دُرې ووهئ او هېڅكله هم د دوى ګواهي مه قبلوئ او همدغه كسان فاسقان دي النور ۲۴:۴
تفسیر:
او هغه کسان چې پر پاک لمنو ښځو د زنا تور لګوي (او پر پاک لمنو سړيو تور هم همدا حکم لري) بيا د زنا پر تور څلور شاهدان رانه ولي؛ نو ای واکمنانو هغوی اتيا درې ووهئ او هيڅکله يې شاهدي مه منئ دغه کسان چې پر پاک لمنو ښځو تور لګوي هغوی د الله له پيروي وتلي دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النور • آیت 3 راتلونکې النور • آیت 5