زنا كار سړى نكاح نه كوي مګر له زناكارې، یا مشركې ښځې سره او زناكاره ښځه، له هغې سره نكاح نه كوي مګر زنا كار، یا مشرك سړى او په مومنانو باندې دغه (زنا او د زنا كارو سره نكاح) حرام كړى شوي دي النور ۲۴:۳ ⧉
تفسیر:
د زنا د بدوالي له امله الله دا خبره بيان کړه چې څوک په زنا اخته وي هغه يوازې د خپل ځان غوندې له زانیې ښځې سره د واده لېوالتيا لري يا له مشرکې ښځې سره چې له زنا ځان نه ساتي سره له دې چې د هغې مشرکې نکاح روا هم نه وي، او کومه ښځه چې د زنا عادت لري هغه هم يوازې د ځان په څېر له زاني سړي سره د واده لېوالتيا لري يا مشرک سړي سره چې له زنا ځان نه ساتي سره له دې چې له هغه سره نکاح حرامه وي، او پر مومنانو د زانيې ښځې نکاح او زاني سړي ته ور واده کول حرام کړل شوي دي.